روژه

40 Pins
·
2y
‏که ځيني عبادات او طاعات دې د تمبلۍ له وجې سم نشول ادا کولی نو د دغه "ذکر او دعاء" ويل ډير کړه: -لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ -اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ چې اللّٰه درته توفيق درنکړي او مرسته درسره ونکړي نو څوک به يې درسره وکړي؟ https://t.co/81EJZF0WIP‎
‏نبي کریم ﷺ معاذ بن جبل رضي اللّٰه عنه ته وصیت وکړ، چې د هر فرض لمانځه وروسته دا دعا وایه: " اللهم أعني على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك " هر څوک چې په عباداتو کي د کمزورۍ او کسالت څخه شکایت کوي، نو د هر لمانځه وروسته دي د غه دعا وایي، ان شاء اللّٰه چې مشکل به یې حل شي.
‏پر وخت روژه مات کول: نبي علیه السلام فرمایي: زما امت پر خیر باندي قایم کیږي، تر څو په روژه مات کي ځنډ و نه کړي. https://t.co/QS6aQD3KF6‎
‏په لومړۍ تکبیر سره د لمانځه ادا کول: نبي کریم صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایي: زما امت پر خیر باندي قائم کیږي، تر څو چي یې د ماښام لمونځ نه وي ځنډولی. (ابو داؤد) https://t.co/vaznXQJrDd‎
‏د اوابین لمونځ: نبي کریم صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایي: که څوک تر ماښام لمانځه وروسته پالتو خبري و نه کړي او شپږ رکعته لمونځ وکړي د دولسو کالو د عبادت ثواب به ورکول شي. (ابن ماجه) https://t.co/ZVXBoy1ov7‎
‏د ماخستن لمونځ: محبوب نبي ﷺ فرمایي: که څوک د ماخستن لمونځ په جماعت باندي ادا کړي، نو هغه ته به د نیمي شپې د عبادت ثواب ورکول شي. (ترمذی) https://t.co/o38CfLtLFz‎
‏د تراویحو د لمانځه ادا کول: نبي کریم صلی اللّٰه علیه وسلم فرمایي: کوم څوک چي د روژې په شپو کي د ایمان او ثواب په امید تراویح ادا کړي، د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کیږی. (بخاری) https://t.co/HHrURHk9Py‎
کور او ارام: نبي کریم صلی اللّٰه علیه وسلم تر ماخستن لمانځه مخکي خوب او تر لمانځه وروسته بېله اړتیا مجلس کول منع کړي دي. (بخاری)
‏تر روژه مات مخکي دعا:
‏تر روژه مات مخکي دعا: نبي کریم ﷺ فرمایي: د روژه نیونکي دعاء نه رد کیږي. (ترمذی) https://t.co/QJNHznM8A1‎
‏د روژه مات چمتو والی: نبي کریم ﷺ به د کور په کارونو کي له خپلو بیبیانو سره مرسته کوله. (بخاری) https://t.co/O7XOZEcaMz‎
‏تر فرض لمانځه وروسته تعلیم کول: رسول اللّٰه ﷺ فرمایي: که څوک مسجد ته ددې لپاره ځي، چي د دین یو خبره به زده کړي یا به یې و بل چاته وښيي، نو د یوه حج ثواب ورکول کیږي. (طبراني) https://t.co/iGnu19k7jQ‎
‏سنت وکړئ: نبي کریم ﷺ فرمایي: اللّٰه تعالی پر خپل هغه بنده باندي رحم کوي، چي تر مازیګر لمانځه مخکي څلور رکعته سنت ادا کوي. (ترمذی) https://t.co/3ueUQLghtF‎
‏ماسپښین لمونځ په جماعت وکړئ: نبي علیه السلام فرمایي: د جماعت لمونځ تر یوازي لمانځه ۲۷ درجې فضیلت لری. (بخاری) https://t.co/d75jIhAghP‎